د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۶

د نړۍ یو شمېر هېوادونه سږ کال له بې ساري ګرمۍ سره مخامخ شوي


د نړۍ یو شمېر هېوادونه سږ کال له بې ساري ګرمۍ سره مخامخ شوي دي.

د نړۍ شنې قارې اروپا سږ کال لږ بارانونه درلودل.

په ځينو برخو لکه برتانيا، دوې مياشتې وشوې چې باران نه وو شوی او ونې او چمنونه وچېدو ته نيږدې شول.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې په بریتانيا کې دومره لوړه درجه او زیاته ګرمي نه وه ليدل شوې.

د بریتانيا په یو شمېر سيمو کې د لندن په ګډون د تودوخې درجه اته دېرشو ته ورسېده.

په جرمني، هالنډ او ډنمارک کې هم سږ کال هوا ډېره ګرمه وه.

په تېرو درو مياشتو کې بارانونه هم کم شوي او د تودوخې درجه لوړه شوې چې په تېره يوه پيړۍ کې کم سارې وه.

که څه هم اروپايي چارواکو د ګرمۍ د زیاتېدو په اړه هېڅ خبرداری نه وو خپور کړی، بیا هم یو شمېر د اورښتونو د کموالي له کبله اندېښمن دي ځکه په اروپا کې ډېری محصولات کرهنیز دي چې بارانو ته اړتيا لري.

له اروپا یو څو زره کېلومتره ليري، جاپان هم سږ کال ډېر ګرم وو.

دې ساه تنګوونکې ګرمي چې تر يو څلوېښت سانتي ګراد درجې پوري رسېدلې، په دغه هېواد کې يې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د جاپان په تاریخ کې تر ټولو زياته ګرمي ثبت شوه.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې همداراز تاييد کړې چې ۷۷ کسان د ګرمۍ په نتيجه کې مړه شوي دي.

د جاپان ښارونه ډېری وختونه په دغه موسم کې تر ۳۱ او ۳۲ درجې سانتيګراد پوري توديږي او ښايي خلکو يې له ګرمۍ سره مقاومت نشو کولای ځکه په تېرو څو ورځو کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG