روسیې پر اوکراین د توغندیو او ایراني ډرونونو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې

په اوکراین کې د روسیې له لوري د توغندیزو بریدونو یو انځور

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو او ایراني ډرونونو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې، د اوکراین په جنوبي سیمو کې نن سهار د هوايي حملو آلارم وغږول شو.

د دنیپرو پیتروفسک سیمې والي سیرهي لیساک پر خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي، چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک پر کریوي ریه ښار ویشتل شوي ۶ ډرونونه راغورځولي دي.

لیساک ویلي چې دې حملو یوه فابریکه ویجاړه کړې ده.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک ویلي چې د ټولو اوولسو ایراني ډرونونو له ډلې شپاړس یې ویشتل شوي دي.