متقي: بشري مرستې باید د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز ولري

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا د لیدنې پر مهال.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، افغانستان ته بشري مرستې باید داسې تنظیم شي چې د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندضیا احمد تکل پرون په څو ټویټونو کې لیکلي، چې امیرخان متقي دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا سره په کتنه کې وکړه.

د ملګروملتو د شمېرو پر اساس، په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې له افغانانو سره د نړیوالو مرستو د اغېزمنتوب خبره کوي، چې د بشري چارو په برخه کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس تېر کال طالبان د مرستو په وېش کې په لاسوهنې تورن کړل.

طالبانو دا اوونۍ په افغانستان کې د سویډن د اړوندو موسسو د بندېدو اعلان وکړ.