د مثلث په دې خپرونه کې په سیمه کې د ترهګرو پر هلو ځلو بحث لرو

Your browser doesn’t support HTML5

دا مساله د جون په دوه ویشتمه یو ځل بیا وروسته تر دې ډيره مطرح شوه چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په ګډ بیان کې چې اته پنځوس مادې لري په سیمه کې د ترهګرو فعالیتونو ته اندیښنه ښکاره کړه. د دې ګډې اعلامیې په دوه دیرشمه ماده کې دواړو مشرانو، بایډن او مودي ټینګار کړی دی چې د هغو ترهګرو پرضد باید مبارزه وشي چې د ملګرو ملتو په لست کې شامل دي. په دې ډله کې د القاعده، داعش خراسان، لشکر طیبه، جیش محمد او حزب المجاهدین نومونه یاد شوې دي.