يو افغان نابینا لوبغاړي د سرو زرو مډالونه ګټلي

افغان نابینا لوبغاړی ولي‌محمد نوري چې د سرو زرو مډالونه یې ګټلي دي.

په انګلستان کې مېشت افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري د ځغاستې په دوو سیالیو کې اتلولۍ ګټلي دي.

يادې سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲۵مه نېټه په لندن کې ترسره شوې.

نوري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا او نیمه نابینا لوبغاړو ګډون کړی و او دی په کې د افغانستان په استازولۍ ولوبېده.

د نوموړي په وینا، دا د میټروګیم سیالۍ وې چې د ۴۰۰ او ۱۵۰۰ مترو په واټن کې ترسره شوې.

هغه وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې دې سیالیو ته سخت تمرینات ترسره کړي وو.

د ویلو ده، چې ولي محمد نوري تر دې وړاندې هم د ځغاستې او لامبو وهنې په ګڼو نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه او د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.