په ننګرهار کې سېلابونو څلور کسان مړه کړي

د ننګرهار په کامه کې د راوتلو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

په ننګرهار کې له بارانونو وروسته راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، تېره شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو وروسته د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتې دي.

اعلاميه کې د باختر اژانس په حواله ويل شوي، سره رود، بهسود، کامه، پچیراګام، لعلپوره او ګوشتې ولسواليو کې د تېرې شپې د سختې ږلۍ او باران له امله ۱۳۲۰۶ جریبه غله جات، سبزیجات او باغداري زيانمنه شوې.

دغه راز د سېلابونو او اورښتونو له امله ۳۵۰ کورونه تخریب، ۴ ماشومان مړه او د لویانو په شمول ۲۵ تنه ټپیان دي او همداراز د چرګانو په درېيو فارمونو کې ۱۹۸۰۰ چرګوړي او چرګان هم تلف شوي دي.

د ننګرهار ځايي مسوولانو له نړيوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتي چې په زيانمنو شويو سيمو کې دې ژر تر ژره مرستې وکړي.

تېره شپه د کابل په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې سخت توپانونه او شديد اورښتونه وشول چې له امله د زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي.