امیرخان متقي په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي

ارشیف: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال - 30.0.2022

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له پاکستاني چارواکو سره د خبرو او د چین، پاکستان، افغانستان په درې اړخیز ډیالوګ کې د ګډون لپاره نن اسلام اباد ته ځي.

طالب پلاوی به د دوشنبې تر ورځې په اسلام اباد کې وي او د دې سفر په لړ کې به د چین له باندنیو چارو وزیر سره جلا هم وویني.

سره له دې چې طالبان له پاکستان او چین سره نسبتاً نږدې اړیکې لري، هېڅ هېواد تراوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

درې اړخیزه ناسته