سوډان کې جګړه؛ ښکېلو لوريو له پلازمېنې د بهرنيانو د ايستلو ژمنه کړې

سوډان کې د جګړې يو انځور

د سوډان پوځ نن وویل، دوی له پلازمېنې خرطوم څخه د بهرنیو اتباعو په ایستلو کې مرستې ته چمتو دي.

له خرطوم څخه د بهرنیو د ایستلو په اړه د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان بیان وروسته تر دې خپور شو چې، د ده د مخالفې وسله‌والې ډلې، چټک غبرګون ځواکونو د تخلیې لپاره هوایي ډګرونه د الوتنو لپاره پرانیستل.

په خرطوم کې د رویټرز اژانس خبریال وایي، تېره شپه جګړه روانه وه خو نن سهار یې شدت کم شو.

حکومتي خبري چاینلونه لوګي ښکاره کوي او داسې ویډیوګانې خپروي چې په‌کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د چټک غبرګون د ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور دی، همدا راز د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند لپاره بیانونه خپاره کړل، خو پرون هم جګړه روانه وه او نن د اختر په دوهمه هم دا جګړه نه‌ده درېدلې.

خلک د جګړې له سيمو د وتلو په حال کې

په سوډان کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې هغه هڅې له منځه یوړې چې ملکي حکومت رامنځته شي او دا خوار هېواد یې د بشري ناورین په لور روان کړی دی.

د راپورونو له مخې داسې نه ښکاري چې د جګړې کوم لوری به ژر بریالی شي یا دې خبرو ته چمتو شي.

پوځ هوایي ځواک لري، د چټک غبرګون ځواکونه بیا تر ډېره په ښارونو کې ځای پر ځای شوي دي او د پلازمېنې خرطوم شاوخوا یې هم مهم پوځي تاسیسات په لاس کې دي.

برهان او حمیدتي د هغې شورا دوه مهم چارواکي دي چې، له دوه زره یو ویشتم کال را ورسته د سیاسي واک د انتقال چارې څاري.

د دې شورا دنده دا وه چې ملکي واکمنۍ ته لار پرانیزي او د چټک غبرګون ځواکونه په پوځ کې مدغم شي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون خبر ورکړ چې، تر اوسه څلور سوه دیارلس تنه په دې جګړه کې وژل شوي او درې زره پنځه سوه یو پنځوس نور ټپیان شوي دي.