د افغانستان ازادۍ جبهې د خپل مهم قوماندان اکمل امیر وژنه تایید کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، اکمل امیر په جنوبي سالنګ کې له طالبانو سره د نښتې له کبله وژل شوی. د طالبانو د دفاع وزارت پنځه ورځې وړاندې یوه اعلامیه کې خبر ورکړی و چې اکمل امیر یې له شپږ تنو نورو سره په یو لړ عملیاتو کې وژلی دی.