د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو لهمخي سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۹۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې، د اټکل له مخې به ۳۰۰ زره ټنه حاصل ولري.
مسؤلين وايي، دا د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصل کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په عین وخت کې کروندګر وايي، وروستیو اورښتونو يې د خپلو حاصلاتو زیاتوالي ته هیلې زیاتې کړي دي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5