د طالبانو د حکومت د کانونو اوپټرولیم سرپرست وزیر د چین له ایم جې اې ایم کمپنۍ څخه وغوښتل چې د لوګر د مس عینک پر پروژې کار پیل کړي.
د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب الدین دلاور دا غوښتنه د چینايي کمپنۍ له مرستیال سره په کتنه کې وکړه.
عصمت څاروان په دې موضوع د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د کانونو او پیټرولیم د وزارت له ویاند او د دې برخې له نظر خاوند عبدالقدیر مطفي سره مرکه کړې.
ښاغلی مطفي په سر کې دا پوښتنه ځوابوي چې، ولې چینايي شرکت له دې سره سره چې د افغانستان له جمهوري حکومت سره یې قرارداد لاسلیک کړی و، د مس عینک پر پروژې کار ونه کړ؟ هغه وخت موانع څه و؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5