په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، هغه شل مړي یې خښ کړي چې کورنۍ او خپلوان یې معلوم نه وو.
د کندهار د عدلي طب رییس ډاکټر موسی غریب نواز ازادي راډیو ته وویل، د دې کسانو مړي له څو میاشتو راهیسې د کندهار په میرویس روغتون کې په دې تمه ساتل کېدل چې کورنۍ به یې وموندل شي، خو د نوموړي په وینا د دې مړو د پېژندنې لپاره هېچا مراجعه ونه کړه.
غریب نواز وايي چې ډېری دا کسان د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي، د ځینو سرونه غوڅ شوي او ځینې نور شکنجه شوي وو.
د کندهار ښاروالۍ وايي، په تېر یوه کال کې یې له پنځوسو زیات دا ډول مړي خښ کړي دي.