طالبانو مدني فعال او د قلم لار ټولنې مشر 'مطیع الله ویسا' نیولی

مطیع الله ویسا فعال مدنی و مسوول انجمن راه قلم که در کابل توسط طالبان بازداشت گردیده است.

طالبانو مدني فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا نیولی او بندي کړی یې دی.

د ویسا مشر ورور ولي محمد اخلاقي تېره شپه ناوخته ازادي رادیو ته وویل چې طالبانو نوموړی پرون مازدیګر د کابل په خوشال خان مېنه کې له جومات څخه تر راوتلو وروسته ونیوه او نامعلوم لوري ته یې بوته.

هغه وویل: "پنځه بجې وې چې مطیع الله ویسا راووت، زه دعا ته انتظار شوم، چې راووتم، د جومات مخې ته دوه موټر ولاړ وو. ویسا ورته ویل چې کارتونه ښکاره کړئ زه تاسو نه پېژنم، خو هغوی نه کارت ښکاره کړ او نه یې خبره منله. زور یې کاوه، ولچک یې راواېستل او دی په موټر ننه ایست، ډېر وحشیانه."

طالبانو تر اوسه د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ویسا له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره کمپاین پیل کړی او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هم د نجونو د تعلیم لپاره کمپاین ته دوام ورکړ.