د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

ویسا: په افغانستان کې د بندو ښونځیو شمېر ۱۲۰۰ دی


د قلم مبارزې په نوم یوه فرهنګي ټولنه وایي، د دوی څیړنې ښيي، چې دا مهال په ټول افغانستان کې څه باندې دولس سوه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

د دې ټولنې مسئولین وایي، چې غړي یې په ټولو ولایتونو ګرځیدلي او له خلکو سره یې د مرکو په اساس دغه معلومات راټول کړي دي.

خو د پوهنې وزارت دا خبره ردوي او وایي، چې په ټول هیواد کې د بندو ښونځیو شمیمر څه باندې درې سوه دی.

د قلم مبارزې په نوم فرهنګي ټولنه وایي، چې د څه باندې دولس سوه تړل شوو ښونځیو له ډلې نه یوازې اته نیم سوه یې په کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې دي.

د دې ټولنې مشر مطیع الله ویسا وایي، چې د دې ولایتونو اوسیدونکي له ښونځیو سره مینه لري، خو د ځینو د لائلو له مخې یې ماشومان له تعلیم نه بې برخې دي.

ښاغلي ویسا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د پوهنې اکثره ولایتي چارواکي د بندو ښونځیو پیسې تر خپل منځه ویشي او وزارت ته د بندو ښونځيو شمیر کم ښيي.

ویسا د ښونځیو د تړل کیدو ځینې نور دلائل داسې په ګوته کوي:

″اول لامل په وزارت معارف کې پراخ اداري فساد دی، چې د بندو ښونځیو په نوم پیسې وځي، خو هلته ښونځي بند وي، زه ثبوت لرم، خلکو ته ویډیو ګانې او تصویرونه ښیم، چې هلته ښونځي نشته، خلک هم په دې قانع دي، دویم لامل دا دی، چې طالبانو په لومړي سر کې ځينې ښونځي سوځولي او خلک یې وهلي، له هغې ویرې هم خلک ښونځیو ته نه ځي او بل لامل د سیمي استخبارات دي، ډیرې ښونځۍ په هغه سیمه کې بندې دي، چې موږ له ګاونډیانو سره سرحد لرو.″

نوموړی وایي، چې د دوی ټولنه له تیرو نهو میاشتو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او هدف یې دادی، چې بند ښونځي بیرته د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.

مطیع الله ویسا د پوهنې له وزارته غواړي، چې د بندو ښونځیو پرانستو ته ملاوتړي او نور خلک د زده کړې له نعمت نه محروم نه کړي.

خو په همدې حال کې د پوهنې وزارت چارواکي ددې ټولنې له خوا د خپرو شوو شمیرو په ردولو سره وایي ، چې په ټول هیواد کې د ۳۲۰ په شااوخوا کې ښونځي بند دي.

ددې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، چې شپږ کاله وړاندې د بندو ښونځیو شمیر شااوخوا ۱۲۰۰ وو، خو زیاته یې کړه، چې د دوی او ولس په مرسته څه باندې اته سوه ښونځي بیرته پرانستل شوي دي:

″یو خو داده، چې یوه ټولنه جګیږي او ادعا کوي، چې په ټول افغانستان کې ۱۲۰۰ ښونځي بند دي، چیرته ولاړې؟ څنګه دې مطالعه کړه؟ د بدخشان څو ولسوالیو ته ولاړې؟ د هرات څو ته ولاړې؟

د کندهار څو ته ولاړې او نورو ته؟ یوه ادعا دې چې څوک یې کوي او یو موږ یو، چې پلان لرو، چې په پلانۍ سیمه کې باید دومره ښونځي ولرو، هغې سیمه کې بیا موږ ته معلومیږي، چې که پنځوس ښونځي ولرو، پوهیږو، چې دیرش پرانستي، لس تړل شوي او لس له ګواښونو سره مخ دي، زموږ د ۳۲۰ په شااوخوا کې ښونځي اوس بند دي.″

ښاغلی حقمل دا هم ردوي، چې د دوی ولایتي مسئولین د بندو ښونځیو په نوم له وزارته پیسې اخلي.

سره له دې، چې په تیرو څو کلونو کې افغانستان د پوهنې په برخه کې ښه پرمختګونه وکړل، خو د جنګ جګړو او فرهنګي ستونزو له امله اوس هم سلګونه تنکي ځوانانو او په تیره نجونو ته ښونځي ته تګ یو خیال ښکاري.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل

XS
SM
MD
LG