رافایل ګروسي د دویمې ورځې لپاره هم له ایراني چارواکو سره خبرې کوي

د عکس ښي لور ته د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالواندي او چپ لور ته د د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د لیدنې پرمهال

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي نن د دویمې ورځې په مخه په ایران کې چارواکي وهڅول چې د موندل شویو یورانیمو په برخه کې همکاري وکړي.

د ایران ایرنا اژانس خبر ورکړ چې ګروسي د ایران د اټومي انرژي د سازمان له مشر محمد اسلامي سره نن بیا خبرې وکړې.

ګروسي په داسې وخت کې ایران ته سفر کړی دی چې رویټرز اژانس د ایران فوردو اټومي مرکز ته نږدې د درې اتیا اعشاریه اوه فیصده غني شویو یورانیمو د موندلو خبر ورکړی دی، دا هغه اندازه یوارنیم دي چې د اټومي وسلې جوړېدو ته ډېر نږدې دي.