طالبان: بدخشان کې یو مشکوک ځانمرګی بریدکوونکی وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي ادعا کوي، یو مشکوک ځانمرګی بریدکوونکی نن سهار هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی دی.

د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي، دغه ځانمرګی بریدګر د کابل بانک دروازې مخې ته تر حملې مخکې پېژندل شوی او ویشتل شوی دی.

د احمدي په وینا، په دې پېښه کې یوازې مشکوک ځانمرګی بریدګر وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

د مشکوک حمله کوونکي د هویت په باب څه نه دي ویل شوي.