د امریکا مرکزي قوماندانۍ: په سوریه کې د داعش یو مهم مشر وژل شوی

ارشيف

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو مهم مشر وژل شوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون په ټویټر کې لیکلي چې حمزه الحمصي د پنجشنبې ناوخته د څرخي الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

د سوریې په شمال ختیځ کې د الحمصي د موندلو پر مهال په چاودنه کې د امریکا څلور پوځیان او د هغوی یو سپی ټپی شوی چې په عراق کې یې درملنه روانه ده.

دفاعي چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو پوځیانو هم همکاري کوله.

اته ورځې مخکې د فبرورۍ پر ۱۰مه په بله حمله کې د داعش عملیاتي مشر ابراهیم القحطاني هم وژل شوی و چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په خبره دی پر هغو توقیفځایونو د حملو مسوول و چې د داعش غړي په کې ساتل کېدل.

ویل شوي، په سوریه کې د داعش ډلې تر لسو زرو زیات غړي نیول شوي دي.