په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر نږدې څلور نیم زرو ته ورسېد

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي، یوازې ترکیه کې له ۵۶۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي چې لا یې هم تر لاندې د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې د قربانیانو شمېر نږدې څلور نیم زرو ته ورسېد.

رویټرز اژانس لیکلي چې نږدې ۳۰۰۰ کسان په ترکیه او لږ تر لږه ۱۴۴۴په سوریه کې مړه شوي دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي، یوازې ترکیه کې له ۵۶۰۰ ډېرې ودانۍ ویجاړې شوي چې لا یې هم تر لاندې د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

دغه اژانس د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې د سوریې دننه هم ۲۲۴ ودانۍ نړېدلي او ۳۲۵ نورې تخریب شوي دي.

په ترکیه او سوریه کې د ټپيانو شمېر هم له ۱۶ زرو ډېر ښودل شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په مې میاشت کې سخت انتخابات په مخکې لري، دا زلزله تاریخي وبلله خو ویې ویل چې چارواکي به له مصیبت ځپلو سره تر وسې وسې مرستو ته اوږه ورکړي.