په ترکیې او سوریې کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۳۰۰ تنو واوښت

چارواکي وايي، دا شمېرې وروستۍ نه دي ځکه سلګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.

جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ترکي چارواکو په حواله ویلي چې په دې زلزله کې تر ۸۵۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي او د دغه خبري اژانس په وینا په سوریه کې تر ۲۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

په ترکیې او سوریې کې د سختې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۳۰۰ تنو واوښت.

چارواکي وايي، دا شمېرې وروستۍ نه دي ځکه سلګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.

د دغې زلزلې شدت د ریکټر په کچه ۷.۸ښودل شوی دی.

جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ترکي چارواکو په حواله ویلي چې په دې زلزله کې تر ۸۵۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي او د دغه خبري اژانس په وینا په سوریه کې تر ۲۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ترکیې او سوریې کې زلزلې سلګونه کسان مړه کړي

د نن ورځې زلزله د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.

دې پېښې غبرګونونه راوپارول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت او هم پخوانیو افغان مشرانو له هغې ډلې له واکه لرې شوي ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د ترکیې له خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.