په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۸۰۰ کسانو ته رسېدلی

وېره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه لا هم د زلزلې له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې خلک ایسار دي.

په ترکیه او سوریه کې د نن سهار وختي زلزلې د مړو شمېر اتلس سوو کسانو ته پورته شو.

دا تازه شمېر د فرانسې خبري اژانس شېبه مخکې خپور کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي په ترکیه کې د مړینو شمېر ۱۰۱۴ کسانو ته پورته شوی دی.

اردوغان له نړۍ د مرستو غوښتنه وکړه.

په سوریه کې دولتي روغتیايي ادارو او روغتیاپالانو د لږ تر لږه ۷۸۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

وېره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه لا هم د زلزلې له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې خلک ایسار دي.

ګڼو هېوادونو له ترکیې سره د بېړنیو مرستو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې خپل ژغورونکي ټیمونه سیمې ته لېږي.

له دې ډلې بریتانیا ویلي د ژغورنې د عملیاتو ۷۶ کارپوهان ترکیې ته استوي.

د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه اته درجې زلزلې د دوشنبې په سهار وختي د ترکیې جنوب ختیځه او د سوریې شمال ختیځه سیمه وځپله.