د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.
بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا پهکې دخیل دي، د ویزې یا سفر کولو دغه نور بندیزونه لګوي.
نوریاس نوري د سیاسي چارو د پوه او د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې ایا دغه بندیزونه به اغېز ولري، د هغه نظر پوښتلی.
د ښاغلي ازاد مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5