په ناټو کې د شاملېدو لپاره فنلنډ له ترکیې سره خبرو کې د وقفې غوښتنه کړې

د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه

فنلنډ وايي چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه له ترکیې سره په خبرو کې د څو اونیو وقفې ته اړتیا شته.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې کړي.

د اروپا د شمال دې دوو هېوادو د اوکراین له جګړې وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده، خو د ناټو غړې ترکیې د هغوی غوښتنه ځنډولې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت ته نږدې له اعتراضیه غونډې وروسته چې په ترڅ کې یې د قرآنکریم یوه نسخه هم وسوځول شوه، ستوکهولم دې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د ترکیې د ملاتړ تمه نه کوي.