د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې مرسل نبيزاده پر وژلو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د هغو کسانو ژوند خوندي نهدی چې له تېر جمهوري نظام سره یې کار کړی دی.
نوریاس نوري د پخوانۍ ولسي جرګې له غړې او په ناروې کې د افغانستان له پخوانې سفیرې شکریه بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې يې ترې پوښتنه کړې چې دا څه فکر کوي چې د دې ډول حملو تر شا د چا لاس دی؟
د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5