د اوکراین د دفاع وزارت د مرستیالې په وینا د جګړې سخت پړاو پیل شوی دی.
بل لور ته یوه روسي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې ښایي بېلاروس هم د اوکراین په جګړه کې داخل شي.
د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې نن وویل، تېره شپه د سولیدار په ښارګوټي کې سخته جګړه روانه وه.
دا ښارګوټی چې د مالګې کان پهکې دی د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک په سیمه کې پروت دی.
د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هنا مالیار په ټیلګرام کې لیکلي دي، په سولیدار کې تېره شپه د جګړې ډګر تود و او جګړه روانه وه.
د دې په وینا دښمن تقریبا خپل ټول اصلي قوت د دونیڅک خواته متوجه کړې دی او دلته یې سخت تهاجمي عملیات روان کړې دي.
د اوکراین د دفاع وزارت مرستیاله زیاتوي چې اوکرایني پوځیان په مړانه دفاع کوي کوي او دې دا خبره هم وکړه چې دا د جګړې هاغه سخته مرحله ده خو هنا مالیار ټینګار وکړ چې اوکراین به بریالی کېږي.
بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي نن وویل چې بېلاروس ښایي د اوکراین په جګړه کې ښکېل شي که چېرته کییف برید پرې وکړي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې روسیې پروسږ کال د فبروري په وروستیو کې پر اوکراین د برید په پيل کې د بېلاروس له خاورې څخه هم استفاده وکړه او د اکتوبر له میاشتې راهیسې یې په بېلاروس کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړې او هلته یې څو ځله ګډ پوځي تمرینات ترسره کړې دي.
روسیې او بېلاروس یو تړون لاسلیک کړی چې لهمخې به یې دا دوه هېوادونه پوځي همکارۍ زیاتوي.
په دې اړه نور: د اوکراين په ختيځ کې جګړه؛ زلنسکي: ژر به اوکرايني ځواکونو ته د اړتيا وړ امکانات ورسيږيدې تړون دا اندېښنې پیدا کړې دي چې ماسکو ښایي له خپل دې ډېر نژدې متحد څخه استفاده وکړي او د شمال له لورې پر اوکراین نوی برید وکړي.
رویټرز اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي الیکسي پولیشچوک په وینا وایي چې روسیې له بېلاروس سره داسې پوځي تمرینات ترسره کړې دي چې څرنګه د جګړې د پراختیا مخنیوی کېدای شي، خو پولیشچوک خبرداری ورکړ چې بېلاروس به هم دې جګړې ته داخل شي که چېرته اوکراین د بېلاروس یا د روسیې د خاورې برخه لاندې کړه.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې هېواد یې باید له بېلاروس سره سرحد ته ډېر متوجه وي او چمتو وي، خو زلنسکي وویل چې تر اوسه یې د خپل دې ګاونډي له لورې یوازې سخت بیانونه اورېدلي دي نور تحرک یې نه دی لیدلی.