کندهار کې خپلواکو چاپي رسنیو فعالیت بند کړی

انځور - ارشيف

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې کندهار کې لسګونه چاپي رسنۍ فعالې وې خو اوس هیڅ یوه فعالیت نه‌کوي.

کندهار کې یو وخت په لسګونه مجلې، اخبارونه او رسالې چاپېدې او د پخواني حکومت په وروستيو کې هم څلور اونیزو فعالیت درلود، خو د تېر شاوخوا یو نیم کال را ورسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي ټولې چاپي رسنۍ بندې شوې دي.

په دغه ولایت کې اوس یوازې د طالبانو تر واک لاندي د طلوع افغان په نوم دولتي اونیزه جریده چاپیږي.

نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور