طالبان: کابل کې چاودنې مرګژوبله اړولې

ارشیف

د طالبانو په کنټرول کې د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل ښار نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه شوې چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "نن سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. د پېښې نور جزییات او لټون روان دی."

ټکور دا ونه ویل چې په پېښه کې څومره کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، نن یکشنبه د سهار اته بجې شاوخوا د کابل ښار د هوايي ډګر سړک ته نږدې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.