د ناروې د کډوالو شورا NRC د افغانستان څانګې رئیس نیل تورنر وايي د ښځینه کارکوونکو له کار پرته اغېزمن فعالیت نهشي کولای.
هغه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې، د طالبانو لهخوا د ښځینهو کارکوونکو د کار د بندیز په غبرګون یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي.
د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو ساتنې ادارې او پاملرنې مؤسسې پرون په یوه ګډه اعلامیه کې د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړ.
د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان څانګې له رئیس نیل تورنر سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې ترې د فعالیتونو د ځنډولو د جزییاتو پوښتنه کړې ده.
د ښاغلي نيل تورنر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5