مريم امرخېل: تر اوسه مو سلګونه ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې ده

يو شمېر ماشومان چې د کېږدۍ ګرځنده ښوونځيو بنسټ ورته د زده کړو زمينه برابر کړې ده.

د کېږدۍ په نوم د ګرځنده ښوونځيو بنسټ تر اوسه په افغانستان کې د کوچیانو تر زرو زیاتو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

د دې ابتکار مسووله وايي زده‌کړو ته د کوچیو ماشومانو لېوالتیا زیاته شوې ده او دوی هم هڅه کوي چې ورته د معیاري تعلیم زمینه برابره کړي.

نن ۴۵۶مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده رکړې.

زموږ همکار صالح محمد صالح، د کېږدۍ ګرځنده ښوونځیو بنسټ له مسوولې مریم امرخېل د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: کېږدۍ ګرځنده ښوونځيو دا مهال څو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې؟

د اغلې مريم امرخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د مريم امرخېل مرکه