جنوبي کوریا: شمالي کوریا یو بالستیک توغندی توغولی دی

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې د څو قاره ویشتونکو توغندو په شمول ګڼ شمېر بالستیک توغندي ازمویلي دي.

د جنوبي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا پرون یکشنبه یو بالستیک توغندی د ختیځ لور ته توغولی دی.

د جاپان ایم ایچ کې تلوېزیوني چینل هم د حکومتي چارواکو په قول وویل چې د شمالي کوریا له لوري ویشتل شوی توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې دباندې په سمندر کې لوېدلی دی.

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې د څو قاره ویشتونکو توغندو په شمول ګڼ شمېر بالستیک توغندي ازمویلي دي.