په داسې حال کې چې د اوکراین د برښنا شبکو د ترمیم چارواکي هڅه کوي چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې ویجاړې شوې شبکې ژر بېرته ترمیم کړي، کییف خبرداری ورکړی چې د اوکراین ډېرې برخې به تیاره او له برښنا بې برخې وي.
د اوکراین د انرژۍ دولتي شرکت یوکرینیرګه Ukrenergo پرون جمعه په یوه بیان کې دغه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې، د اوکراین په شمال، جنوب او مرکزي برخو کې د انرژۍ تاسیساتو ته ډېر زیانونه رسېدلي او ترمیم به یو څه زیات وخت ونیسي.
چارواکو هیله څرګنده کړه چې د برښنا د تولید شبکه په څو ساعتونو کې بشپړ فعالیت پیل کړي.
په بیان کې ویل شوي چې دا شرکت د ترمیم لومړیتوب مهمو حیاتي تاسیساتو لکه روغتونونو، د اوبو د خدماتو شبکو، د حرارت د تولید شبکو او د چټلو اوبو د تصفیې بټیو ته ورکوي.
تېره شپه د اوکراین شمال ختیځ کې د اوکراین دوهم ستر ښار خارکییف خپلو نیمایي اوسېدونکو ته برښنا بېرته چمتو کړه او چارواکو هیله څرګنده کړه چې د برښنا د تولید شبکه په څو ساعتونو کې بشپړ فعالیت پیل کړي.
په عین حال کې د انرژۍ سرچینو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال جیفري پیات چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ یې په اوکراین کې د روسیې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې، پرون له کییف څخه کتنه وکړه ترڅو د ۵۳ ملیون ډالرو په ارزښت د بېړنۍ برښنا د تولید د هغو دستګاوو او وسایلو پر لېږد څارنه وکړي چې واشنګټن یې اعلان تېره میاشت له اوکراین سره د مرستو په برخه کې کړی و.
ښاغلي پیات له اوکرایني چارواکو او د یوکرینیرګه له چارواکو سره په دې اړه چې متحده ایالات او نور متحدین په څه ډول کولای شي چې له کییف سره مرسته وکړي چې د روسیې د حملو په وړاندې ځواب ووایي.
په دې اړه نور: روسيې يو ځل بيا اوکراين کې د انرژۍ پر تاسيساتو بريدونه کړيپه عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل پرون جمعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسیې حملې وغندلې او هغه یې د کریملین د بې توپیره ترهګرۍ یوه بله بېلګه وبلله.
بوریل وویل، دغه بریدونه جنګي جنایت او وحشیانه عمل دی او له ټولو مسولینو سره یې باید حساب کتاب وشي.
روسیې د اوکتوبر له میاشتې راهیسې د اوکراین د انرژۍ په ګډون پر بنسټیزو تاسیساتو د هوایي بریدونو یوه پراخه لړۍ پیل کړې چې د دې هېواد ډېر تاسیسات یې ویجاړ کړي او ملیونه وګړي یې تیارې ته کېنولي خو مسکو وایي په بریدونه کې یوازې د پوځ اړوند تاسیسات په نښه کوي.