د اروپایي ټولنې مشران له اوکراین سره پر مرستو غږېږي

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې د یوې غوندې انځور

د اروپایي ټولنې مشران د روان کال په وروستۍ سرمشریزه کې نن په بروکسل کې جرګه کېږي او تمه ده چې له اوکراین څخه په لا زیات مالي، بشري، پوځي او سیاسي ملاتړ خبرې وکړي.

مشران به همدارنګه پر دې وغږېږي چې په څه ډول کولای شي د دغه جګړه ځپلي هېواد د حیاتي بنسټیزو تاسیساتو له رغولو سره مرسته کولای شي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به د ویډیو کنفرانس له لارې له دغې سرمشریزې سره د پیل په شېبو کې وصل شي.

د اروپایي ټولنې مشران به همداراز بوسنیا- هرزیګوینا ته په دې ټولنه کې د شاملېدو لپاره د رسمي نوماند موقف ورکړي، هغسې موقف چې له دې مخکې په تېره جون میاشت کې دې ټولنې اوکراین او مولداویا ته ورکړی و.