د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د جګړې اوږدېدل؛ اروپايي ټولنه اوکراین سره نوې پوځي مرسته کوي


په اوکراین کې د روسي سرتېرو له لوري د بریدونو وروسته د یوې سیمې انځور
په اوکراین کې د روسي سرتېرو له لوري د بریدونو وروسته د یوې سیمې انځور

اروپايي ټولنې د روسیې د یرغل پروړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې خو په عین حال کې یې د دې ټولنې د غړو ترمنځ د نور یووالي غوښتنه کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون له اوکراین سره د ۵۰۰ ملیون یورو په ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه.

دې مرستې د فبروري په ۲۴مه نېټه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له دې هېواد سره د اروپايي ټولنې د ټولو مرستو کچه دوه نیم میلیارده یورو ته لوړه کړه.

د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر دیمیترو کولېبا پرخپل ټویتر د دې مرستې ستاینه وکړه خو به عین حال کې یې د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کولېبا د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو ته په وینا کې وویل، چې اوکراین ته وسلې، پر روسیې بندیزونه او له روسیې سره پر اوکراین د یرغل په خاطر حساب کتاب د ده اصلي غوښتنه ده.

د هغه په وینا له دې دریو لارو په اروپا کې سوله راتلای شي او امنیت او ثبات ټینګېدلای شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وویل، چې اروپايي ټولنه به د اوکراین له ملاتړ څخه لاس وانه خلي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل

بورېل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو د وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "اوکراین نورو وسلو ته اړتیا لري او موږ به یې ورته چمتو کړو. دا جګړه دوام کوي او موږ به هم د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړو."

ښاغلي بورېل هغه انتقادونه په کلکه رد کړل چې وايي، پر روسیې بندیزونه به د ګټې پرځای تاوان وکړي او زیان به یې تر روسیې ډېر اروپايي ټولنې ته ورسېږي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر همداراز وویل، چې تمه ده د اروپايي ټولنې سفیران به د بندیزونو د اوومې بستې په ترڅ کې، په روانه اوونۍ کې له روسیې د سروزرو پر وارداتو تازه بندیز هم تایید کړي.

سره زره له انرژۍ وروسته د روسې د صادراتو دوهم لوی قلم دی.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې تېره میاشت له روسیې څخه د سروزرو پر وارداتو د بندیز ژمنه وکړه ځکه دوی استدلال کوي چې روسیه د بندیزونو د اغېزو د کمولو لپاره د سروزرو له صادراتو د خپلې پیسې د ارزښت د لوړولو په هدف کار اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG