د فوټبال د نړیوال جام د حذف پړاو لوبې په دوحه کې روانې دي او نن هم دوه لوبې کېږي.
د کابل په وخت دماښام په اوه نیمو بجو المغرب له هسپانیې او د شپې په ۱۱ نیمو بجو پرتګال له سویس سره لوبه کوي.
د ا لومړی ځل دی چې د فوټبال د نړیوال جام مسابقې د منځني ختیځ یوه هېواد کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ځینې لوبغاړي هم دغه لوبې ګوري.
سلطان محمد سرور د افغانستان د ملي ټیم مرستیال روزونکی رییس احمدزی پوښتلی چې دی هم د فوټبال لوبې ګوري که نه؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5