د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

د فوټبال نړیوال جام؛ انګلستان او فرانسې بل پړاو ته لار پيدا کړه


قطر کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ
قطر کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ

د انګلستان او فرانسې لوبډلې د فوټبال نړیوال جام د کوارټرفاینل مرحلې ته ووتې، خو پولنډ او سنیګال بیا له دې سيالیو بهر شوې.

نن به کرووشیا د جاپان او برازیل د سويلي کوریا پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

پرون په لومړۍ لوبه کې فرانسې ۳ـ۱ پولنډ مات کړ او په دویمه لوبه کې بیا انګلستان په یوه یو اړخیزه لوبه کې سنیګال ۳ـ۰ مات کړ.

د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو پړاو د لیندۍ په دولسمه نېټه پیل شوې دي او دغه دور لوبې به د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG