امریکا: په کابل کې د پاکستان پر شارزدافیر شوی برید دې وڅېړل شي

په کابل کې د پاکستان سفارت

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرستې او شارزدافیرې کرن ډکر وایي، پر خپل ډیپلوماټیک همکار په کابل کې د پاکستان د سفارت پر شارزدافیر عبید نظاماني حملې په غوصه کړې ده.

ډکر نن په یوه ټویټ کې ویلي خوښه ده چې هغه روغ دی او ساتونکي ته یې په دې برید کې ټپي شوی، د عاجلې روغتیا هیله کوي.

مېرمن ډکر د دغې پېښې په اړه د بېړنۍ، بشپړې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالیسو ویاندې نبیله مازارالي هم ویلي چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت شوي برید وېرولې ده.

هغې په یوه ټویټ کې ویلي د دې خبر په اورېدو چې په دې برید کې څوک نه دي وژل شوي، ځان آرام احساسوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.

مازارالي ویلي، اروپایي ټولنه پر ډیپلوماټیکې ټولنې د بریدونو په ګډون ټول تروریستي بریدونه غندي.

د دغې حملې مسوولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی.