د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې په یوې دیني مدرسې کې چاودنې ته چې د تازه شمېرو لهمخې ۱۹ کسان پهکې وژل شوي او ۲۵ نور پهکې ټپیان شوي غبرګونونه ښودل شوي.
۱۶ کلن محمد الله چې د (الجهادیه) دیني مدرسې زدهکونکی دی وايي، د تېرې ورځې پېښې یې په روح او روان سخت اغېز کړی.
نوموړی چې په پښه ټپي شوی وايي، د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې یې یو شمېر ټولګيوال ووژل شول.
لمونځ پیل شو دریم رکعت کې و چې ناڅاپي درز شو، انفجار وشو نور پوه نهشوم"
محمد الله د پېښې کیسه کوي او وايي: "پرون د ماسپښین لمونځ وخت و، موږ اودس وکړ او راغلو په جماعت کې ورګډ شو، تقریبأ یو صف ولاړ و، استاد راغی او تکبیر وویل شو، لمونځ پیل شو دریم رکعت کې و چې ناڅاپي درز شو، انفجار وشو نور پوه نهشوم، کله چې له ځای نه مې راپورته شوم ومې لیده چې هر څه په خاور ککړ دي."
د محمدالله په وینا، په هر ځل لمانځه کې به شاوخوا درې یا څلور صفه لمونځ کونکي په جومات کې ولاړ و.
په سمنګانو ولایت کې د چهارشنبې ورځې چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کیږي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، چې په دغه چاودنه کې ۱۰ کسه وژل شوي خو وروسته بیا فرانس پریس خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۲۴ تنه وښود.
په دې اړه نور: راپورونه: سمنګان کې د پرونۍ چاودنې د قربانيانو شمېر ۱۹ ته رسېدلیخو دسمنګانو ولایت د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي روغتون امر سید عثمان حمیدي بیا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې مرګژوبله تر مخکې ورکړل شویو شمېرو ډېره یاده کړه.
نوموړي ويلي: "له بده مرغه تېره ورځ چې دغه پېښه وشوه، زموږ ۲۵ هېوادوال یې ټپیان او ۱۹ نور یې ووژل، د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ماشومان شته د دې لپاره چې دا یوه مدرسه وه او دلته کم عمره ماشومان درس لپاره راغلی و."
دې چاودنې ته بهرني او کورني غبرګونونه ښودل شوي دي.
"له بده مرغه تېره ورځ چې دغه پېښه وشوه، زموږ ۲۵ هېوادوال یې ټپیان او ۱۹ نور یې ووژل"
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماست وېسټ د چهارشنبې ورځې ناوخته په خپل ټويټر دغه پېښه غندلې او ویلي، هر افغان ماشوم دا حق لري چې له ویرې پرته زدهکړه وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیري کرن ډیکر او د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم دغه پېښه غندلې ده.
کرن ډیکر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې، د افغان ماشومان ساتنه او پالنه باید وشي.
رینا امیري بیا ویلي، چې پر افغان ماشومانو برید د افغانستان په راتلونکي برید دی.
د نوموړې په خبره، د دغه ډول بریدونه مخه باید ونیول شي.
په ورته وخت کې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې په سمنګان ولایت کې وروستۍ چاودنه غندلې او له ظلم ډک عمل یې بللی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شان بریدونه په افغانستان کې ناورینونه زیاتوي او د ظلم لمن پراخوي.
هممهاله بیا ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) هم ددغه برید په اړه خواشیني ښودلې او ویلي، چې په پېښه کې وژل شوي ټول ماشومان دي.
په کابل کې د ایران سفارت هم په خپل ټويټر دغه پېښه غندلي او له قربانیانو سره غمرازي ښودلې.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل ټویټر پاڼه دغه برید یو بشري ضد جنایت بللی او ویلي چې دغه برید د ټولو اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
د جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف عمل یې بللی دی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلي خو له دې وړاندې په جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونیزو مرکزونو کې د یو شمېر بریدونه مسوولیت داعش وسلهوالې ډلي منلی و.