د سپين بولدک – چمن لارې بندېدو سوداګرو ته څومره تاوان اړولی؟

سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار لا هم نه‌ده پرایستل شوې.

دا لار ۵ ورځې وړاندې له هغې شخړې وروسته بنده شوه چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه یو پاکستانی سرتېری ووژل شو.

دواړو خواوو ګډ کمېسیون ګمارلی چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي خو تر اوسه پورې کومې نتیجې ته سره نه‌دي رسېدلي.

د دې لارې د بندېدو له کبله سوداګرو ته ډېر تاوان اوښتی.

عصمت څاروان په دې اړه په کندهار کې د مېوو له سوداګر حاجي ناني سره مرکه کړي او لومړی یې ورته ویلي چې د سپین بولدک – چمن لا اوس هم بنده ده؟

د ښاغلي ناني مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د عبدالباقي بينا مرکه