د طالبانو حکومت: پر پاکستاني ځواکونو د بريد د څېړنې لپاره مو پلاوی ګمارلی

سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په چمن کې پر پاکستاني امنیتي کسانو د برید د څېړنې لپاره یې یو "لوړ پوړی هیئت" ګمارلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټوېټر پاڼې د سپین بولدک چمن پر لاره د وړمې ورځې پېښه د یو "نامعلوم کس کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو" ډزې بللي او ویلي یې دي چې په دې اړه "د څېړنو او عاملینو د پیدا کولو لپاره " ټاکل شوي هیئت پلټنې پیل کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک چمن دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه.

په هغو ویډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنيو خپرې شوې ښکاري چې د طالبانو په منځ کې یو ولاړ شخص پر پاکستاني سرتېرو ډزې کوي او وروسته نښته پېليږي.

په دې اړه نور: پر پوله نښته؛ د سپين بولدک - چمن لاره تړل شوې

که څه هم دا ویډیوګانې په رسمي ډول هیڅ لورې نه‌دي تأیید کړي خو پاکستاني چارواکو ویلي؛ د چمن دروازه به تر هغې خلاصه نه‌کړي څو ورته د یوه سرتېري قاتل ور ونه سپارل شي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د پیل راهيسې پر سپین بولدک او تورخم دروازو پاکستان ته د اوښتونکو افغانانو سره د پاکستاني امنیتي ځواکونه د ناسم چلند او په دې پوله وخت ناوخت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.