افغانستان کې د اقليمي بدلون لاملونه څه دي؟

کابل کې د هوا ککړتيا - ارشيف

د اقلیمي بدلونو او اوبو د چارو متخصص نجیب سدید وایي افغانستان که څه هم ککړتیا نه ایجادوي خو د خپل موقعیت په خاطر د اقلیمي بدلونو له پایلو سخت اغېزمنیږي.

ښاغلي سدید ازادي راډيو سره په مرکه کې زیاته کړه چې، افغانستان کې وچکالي، سېلابونه او د ځنګلونو اور اخیستل د اقلیمي بدلونو بد عواقب دي چې افغانان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د اقلیمي بدلونو د عواقبو او اړوندو مسایلو په اړه له ښاغلي نجیب سدید سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده.

د ښاغلي نجيب سديد مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نجيب سديد مرکه