مايار: افغانستان د اقليمي بدلون له بدو عواقبو ډېر اغېزمن شوی

افغانستان کې سېلابونه د اقليمي بدلون اغېز ښودل شوی.

د اوبو د مدیریت او اقلیمي مسایلو پوه ډاکترمحمدعاصم مایار وایي سېلابونو او سختو اورښتونو ثابته کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له بدو عواقبو ډېر اغېزمن شوی.

هغه ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل، په‌کار ده د اقلیمي بدلونو د مدیریت لپاره د خطرونو ارزونه وشي او د لازمو مرستو د جلب لپاره هڅې وشي.

افغانستان د اقلیمي بدلونو څخه د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې په نړیواله کچه په شپږم ځای کې دی.

صفي الله ستانکزي له ډاکتر مایار سره د اقلیمي بدلونو د عواقبو او حل لارو په اړه مرکه کړې ده.

د ښاغلي مايار مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد عاصم مایار مرکه