ملګري ملتونه وايي چې، په افغانستان کې په روان ميلادي کال کې د تارياکو له درکه د تارياکو ګټه له څلور سوه ميليونه ډالرو څخه تر يوه ميليارډ ډالرو ډېره لوړه شوې ده.
دا سروې چې ملګرو ملتونو د امريکا متحده ایالتونو په مالي مرسته ترسره کړې او د سټلایټ په وسيله يې پايلې په تخميني ډول چمتو شوي، د ۱۴۰۰ شمسي کال له عقرب څخه بیا د ۱۴۰۱ شمسي کال د سرطان تر مياشتې پورې وخت ښيي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادرې په راپور کې راغلي چې، په دې موده کې په افغانستان کې په (۲۳۳) هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي و او له دې کوکنارو څخه شپږ زره او (۲۰۰) ټنه تارياک ترلاسه شوي دي.
خو د تېر حکومت او ملګرو ملتونو په وروستي ګډ راپور کې راغلي و چې، په ۱۳۹۹ شمسي کال کې په افغانستان کې (۲۲۳) هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و.
د طالبانو د حکومت مشرتابه د يوه فرمان په اعلانولو سره د روان شمسي کال د حمل د میاشتې پر (۱۴) نېټه د کوکنارو په ګډون د ټولو نشه يي بوټو کښت او نشه يي موادو توليد منع کړ، خو په دې فرمان کې بزګرو ته اجازه ورکول شوې وه چې د کال د لومړي فصل حاصلات راټول کړي.
د يادونې وړ ده چې د لومړي فصل حاصلاتو راټولولو د روان کال تر جوزا پورې دوام وموند.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د دفتر رئیس مولوي حسيب الله احمدي وايي چې، دوی د خپل مشر د فرمان ملاتړ کوي او د دې فرمان په عملي کولو کې بريالي وو.
نوموړی وايي: "د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه راپورونه په مطلق ډول ردوي، موږ به هيچا ته اجازه ور نه کړو چې، نشه يي بوټي وکري."
د (UNODC) په راپور کې ويل شوي چې، د افغانستان (۷۳) سلنه کوکنار د افغانستان په جنوب لوېديځو او (۱۴) سلنه يې په لويديځو ولایتونو کې کرل کېږي.
په ۱۴۰۰ شمسي کال کې په افغانستان کې ټول شپږ زره او (۸۰۰) ټنه تارياک توليد شوي وو، خو په ۱۴۰۱ شمسي کال کې د کوکنارو په کښت کې د (۳۲) سلنه زياتوالي سره سره يوازې شپږ زره او (۲۰۰) ټنه تارياک توليد شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ملګري ملتونه د دې کموالي علت وچکالي بولي.
د (UNODC) د وړاندوینې پر بنسټ، که له دې لاس ته راغلیو تارياکو څخه هيرويين جوړ شي، نو د (۳۵۰) او (۳۸۰) ټنو په شاوخوا کې هيرويين ځنې جوړېدلای شي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې، په روان شمسي کال کې افغان بزګرو د تارياکو له درکه څلور اعشاريه يو مليارډ ډالر ګټلي دي، خو په تېر شمسي کال کې يې له دې لارې يوازې (۴۲۵) ميليونه ډالر ګټلي وو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لهخوا د کوکنارو د کښت منع کول او تارياکو د بیو لوړېدل د دې عوایدو د ډېرېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ پخوانی معين ډاکټر ظفر وايي، دا چې د کوکنارو له لارې دې افغان بزګرو دومره ډېر عواید ترلاسه کړي وي، د ملګرو ملتونو له دې شمېرو سره موافق نه دی، دی وايي تجربو ښودلې چې، د کوکنارو له کښت څخه ډېره ګټه د کورنیو او نړیوالو مافيايي ډلو جېبونو ته ځي.
"زما په اند دا شمېرې په دې دليل سمې نه شي کېدای چې پخوا هم بزګرو کوکنار کرل او اوس يې هم کري."
نوموړی وايي: "زما په اند دا شمېرې په دې دليل سمې نه شي کېدای چې پخوا هم بزګرو کوکنار کرل او اوس يې هم کري. اصل خبره دا ده چې د بزګرو تر څنګ کېدای شي هغه نور خلک چې کار کوي، مافيايي ډلې آن دا چې د اوسني حکومت ځينې خلک وي، پخوا هم طالبانو ته د کوکنارو له لارې ډېره ګټه رسېده او د پخواني حکومت ځينې چارواکې هم په دې کاروبار کې ښکېل وو، هغه مافيايي ډله اوس هم په افغانستان کې شته او له بزګرو سره په ګډه کار کوي."
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې اجرايوي مشره مېرمن ګاډاويلي وايي، بېوزلي د دې لامل شوې چې افغان بزګران د نامشروع اقتصاد په لومه کې بند پاتې شي.
دا له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالي او له دې ناروا کښت څخه د بزګرو د ژغورنې لپاره دې له هغوی سره مرستې وکړي.
-----------------------
Your browser doesn’t support HTML5