د تحريک انصاف ګوند: پر عمران خان بريد کې حکومت او پوځ ښکېل دي

پر عمران خان د بريد انځور

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په عمران خان باندې په برید کې حکومت او پوځ ښکېل بللي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف دا تور رد کړی دی چې پر عمران خان په شوي برید کې حکومتي او پوځي چارواکي ښکېل دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د نومبر پر درېیمه ناوخته خبري غونډې ته وویل چې، دوی نه یوازې دا تور ردوي بلکې تر پلټنو وړاندې د داسې بیان غندنه هم کوي.

"په شریکه له لومړي سره د دې پېښې داسې پلټنې وکړي چې رڼې وي"

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د صدراعظم په امر د پنجاب له حکومت څخه په سمدستي توګه د دې پېښې په اړه ريپوټ غوښتی دی.

نوموړي ويلي: "مرکزي حکومت د پنجاب له حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د دې پېښې د شفافو پلټنې لپاره دې په سمدستي توګه پر لوړپوړو چارواکو مشتمله داسې ډله جوړه کړي چې په شریکه له لومړي سره د دې پېښې داسې پلټنې وکړي چې رڼې وي، د باور وړ وي چې ولس ته هر څه څرګند کړل شي."

دې پېښې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه هم پارولي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د تحریک انصاف یوه مسؤل اسد عمر پر ټویټر په خپره کړې ویډیو کې وویل، عمران خان ورته ویلي چې پر هغه د برید تر شا شهباز شریف، رانا ثناالله او جنرال فیصل دي.

د پوځ له‌خوا تر اوسه د تحریک انصاف د دې تور په اړه غبرګون مخې ته نه‌دی راغلی.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پر لارون پرون د پنجاب په وزیر اباد کې ډزې وشوې چې په نتیجه کې یې یو تن ووژل شو او د عمران خان په ګډون اووه تنه ټپیان شو.

دې پېښې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه هم پارولي دي.

د مسلم لیګ نون ډلې رهبر او پخواني صدراعظم نواز شریف، د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري او یو شمېر نورو سیاستوالو دا پېښه غندلې ده.

په دې اړه نور: پر عمران خان بريد؛ نوموړی ژوبل او يو ملاتړی يې مړ شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یو بیان کې ویلي چې، په سیاست کې د تشدد ځای نه‌شته او په کار ده چې ټولې غاړې له زغمه کار واخلي.

نوموړي ویلي چې امریکا د یو جمهوري او پر امن پاکستان کلکه ملګرې او له پاکستاني ولس سره ولاړه ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم پر ټویټر په یو بیان کې پر عمران خان د شوي برید غندنه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې سعودي عربستان د پاکستان د امنیت، کرارۍ او پرمختګ په وړاندې د ټولو خطرونو په مقابل کې له دې هیواد سره ولاړ دی.