د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی.
د تحریک انصاف ګوند یوه چارواکي اسدعمر رسنیو ته تایید کړې چې خان په پښه لګېدلی او ډېر نهدی ژوبل.
چا د دې برید مسؤلیت نهدی منلی.
د دې مسلې د لا زیاتو جزییاتو په اړه صفي الله ستانکزي د ازادې اروپا مشال راډیو له اېډېټر داود خټک سره خبرې کړي.
د ښاغلي داود خټک مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5