د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، د تېر کال په دوبي کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې امریکا له دې هېواد سره د بشري مرستو په برخه کې ستره تمویلونکې پاتې شوې.
سیګار په خپل نوي راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی ویلي چې، امریکا له افغانستان سره د ۱،۱ ملیارډ ډالرو مرسته کړې ده.
په دې اړه نوریاس نوري د اقتصادي چارو له پوه اذرخش حافظي سره مرکه کړې او لومړی یې پوښتنه ترې کړې چې ایا تاسو د سیګار د راپور له موندنو سره موافق یاست؟
د ښاغلي اذرخش حافظي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5