د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپله لومړنۍ تمریني لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
د افغانستان کرېکټ بورد وایي، افغان لوبډله نړیوال جام ته هر اړخیز چمتوالی لري.
د کرېکټ بورد مرستیال روزونکی ریس احمدزی وایي، تمریني لوبې د بېلابېلو لوبډلو د تاکتیکونو د ېیژندنې لپاره مهمې دي.
د افغانستان د ملي لوبډلې دویمه تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.
د کرېکټ د ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام پرون د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پیل شو.
په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې لوبيږي.
د افغانستان د رسمي لوبو سیالان هم دا ځل د نړۍ په کچه پیاوړې لوبډلې دي.
افغانستان په دې جام کې لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲مه) له انګلستان سره کوي.
د افغانستان دویمه لوبه د اکتوبر په ۲۶مه له نیوزلنډ او درېیمه هغه د نومبر په ۴مه له کوربه استرالیا سره ده.
د کرېکټ نړیوالې شل اوریزې لوبې د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۷ میلادي کال کې ترسره شوې چې هغه مهال یې اتلولي هند وګټله.
په دې اړه نور: د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړهتر اوسه دوه ځله ویسټ انډیز د نړیوالو شل اوریزو لوبو اتلولي ګټلې او دغه راز د هند ترڅنګ پاکستان، انګلستان، سریلانکا او استرالیا هم دغو جامونو کې اتلولۍ خپلې کړي دي.
د کرېکټ نظر خاوندان وایي، د افغانستان ملي لوبډله له ښو وړتیاوو برخمنه ده او کولای شي د دغه ډګر له هر ځواک سره ټټر ووهي.
دغې لوبډلې د سږکال په جون، اګست او سپټمبر میاشتو کې هم د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره په لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.