طالبان په پنجشېر کې د عملیاتو پر مهال د نیول شویو کسانو دوسیې څېړي

په پنجشېر کې یو نیول شوی کس - March 11, 2022

د طالبانو حکومت په پنجشېر کې د عملیاتو پر مهال د نیول شویو کسانو د ټولو دوسیو د څېړنې لپاره د یوه شپږ کسیز کمېسیون د جوړولو خبر ورکړ.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی، چې دغه کمېسیون د دوی د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د فرمان له مخې ټاکل شوی او مشري یې د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم کوي.

اژانس وايي د عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان د کابل زندانونو ته لېږدول شوي دي.

په پنجشېر کې وخت ناوخت د مقاومت جبهې د وسله والو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې څو وارې راپورونه ورکړل شوي وو، چې طالبانو په پنجشېر کې ځینې ملکیان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما دوې اوونۍ مخکې په یوه ټوېټ کې ویلي وو، چې پنجشېر ته یې یو هیئت لېږلی چې په دې ولایت کې له بشري حقونو د سرغړونو ادعاګانې وڅېړي.