د یوناما مشرې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي

یوناما په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې د اعتماد رامنځته کولو له مسئلې رانیولې، تر بانکدارۍ او د نجونو تر موضوعاتو په دې لیدنه کتنه کې وڅېړل شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وایي چې یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره د پله کار کوي.

روزا اوتونبایوا دا خبره پرون په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال وکړه.

یوناما په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې د اعتماد رامنځته کولو له مسئلې رانیولې، تر بانکدارۍ او د نجونو تر موضوعاتو په دې لیدنه کتنه کې وڅېړل شول.

اوتونبایوا تېره میاشت د یوناما نوې مشره وټاکل شوه او دا یې له امیرخان متقي سره لومړۍ کتنه وه.