یوې نړیوالې ادارې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیون لیټره ډیزلو مرسته کړې

ارشیف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، سږکال یې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیون لیټره ډیزلو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د دې کمېټې څانګې نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه ډیزل د برښنا د تولید فابریکو ته ورکړل شوي چې په نتیجه کې یې په دې هېواد کې له ۳.۸ میلیونو زیات وګړي له برښنا څخه برخمن شوي او هم د روغتونونو په څېر حیاتي تاسیسات توانېدلي چې خپل خدمات سر ته ورسوي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په خبره افغانستان په کال کې د خپلې اړتیاوړ ۱۶۰۰ میګاواټه برښنا، یوازې ۲۲ سلنه یې په داخل کې تولیدوي او نوره له ګاونډیو هېوادونو واردوي.