طالبان: په ۲۱ ولایتونو کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۹۴ ته ورسېد

په لغمان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د طالبانو تر ولکې لاندې، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۹۴ ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند، محمد نسیم حقاني پرون د وروستیو ځاني او مالي زیانونو د اندازې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د سېلابونو له امله ۱۹۴کسان شهیدان، ۲۶۵ټپيان، ۱۲۰۸۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه څه د پاسه ۹ زره څاروي له منځه تللي دي."

دغه سېلابونه د چنګاښ/سرطان له لومړۍ د وږي/سنبلې تر لسمې پورې بهېدلي، چې تر ۲۹زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې ده.