د کندهار فابريکه لرونکي: پاکستان د پنبې صنعت د سقوط هڅې کوي

کندهار کې د پنبې یوه فابریکه

کندهار کې د پنبې فابريکه لرونکي وايي، پاکستان يې د صنعت د سقوط هڅې کوي.

دوی وایي، پاکستان يې ۳۰ میلیونه هغه ډالر نه ورکوي چې دوی پرې پنبه پلورلې.

د پنبې د فابريکو څښتنان وایي، پاکستان په دې توګه هڅه کوي څو کندهار کې د پنبې شته فابريکې وتړي.

په عین وخت کې د کندهار د کانونو او صنايعو رياست وایي، د طالبانو حکومت د دې ستونزي د ژر هواري ژمنه ورکړې ده.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور